اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بي آئ?? اېس پي چيئرپرسن شازيه مري وئيلي دي بينظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئ?? اېس پي) 2.8 مېليونه سېلاب ځپليو كورنيو ته كېش ريليف وركولو كښې مهم كردار لوبوي او د حكومت لخوا 316 مېليونه ډالره ئې په دې كورنيو تقسيم كړي ۔ دا خبرې دې په اټاليه كښې د ورلډ فوډ پروګرام (ډبليو اېف پي) د اېګزيکټو بورډ د غونډې په مهال خپلو خبرو كښې كرې۔ دې ووئيل پاكستان تر كال 2030 د غذائي تحفظ پحقله هدفونه ترسره كولو لپاره يو لوي چېلنج سره مخ دے۔ دې ګډون كوٶنكو ته ووئيل د پاكستان په 82 ضلعو كښې د سېلاب له امله 33 مېليونه نه زيات كسان ځپلې شوي چې پكښې نزدې شپږ نيم لكه امېداوارې مېرمنې هم شا??لې دي كومې چې د زيږون ږه اړه خدمات ترلاسه كولو كښې مسئلو سره مخ دي۔ دې ووئيل څلور مېليونه كوچنيان د صحت خدمات ته رسنې څخه محروم د??٬ د ورلډ فوډ پروګرام د کردار ستائنه كولو سره وفاقي وزيرې ووئيل ډبليو اېف پي او بېنظير انكم سپورټ پروګرام په پاكستان كښې د صحت او غذائيت صورتحال ښه كولو لپاره په 15 ضلعو كښې مشروط كېش ټرانسفر پروګرام “نشوونما” پېل كړے كوم چې امېدوارو مېرمنو او كوچنيانو ته د صحت او خوراك رسولو لپاره كار كوي