اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي كورودانې ثمينه عارف علوي وئيلي دي سټل آرټ سره سره اسلامك او پاكستاني آرټ ته په قامي او نړيواله كچه ودې ور??ولو ته اړتيا ده، هيله لرو چې ځوانان به د رامخې ته شوې مصورۍ دې نندارتون څخه ګټه پورته كړي او خپل صلاحيتونه به لا قوي كړي۔ دا خبرې دې د ګل په ورځ د عسكونو نندارتون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه دې ووئيل د فائن آ??ټس د لارې انسان د خپلو ښائسته جذباتو څرګندونه په ښه ډول كولې شي۔ دې ووئيل د فائن آرټ اهميت دومره زيات دے لكه څنګه چې ژوند مهم دے٬ دا آ??ټس د انسان ارتقاء او تاريخ يو بل سره په تړلو كښې مرستياله ګرځي٬ دې ووئېل آرټ په بېلا بېلو شكلونو كښې د قام كلتور، سماجي اقدار او تهذيب د رامخئ ته كولو ي??ه مهمه ذريعه ده او زمونږ اسلامي دود دستور٬ كلتور او آرټ شاندار روايات لري او اسلامي فن تعمير او د خطاطۍ نمونې ګرده نړۍ كښې خپل ځانګړې تشخص لري۔ دې ووئيل سټل آرټ سره سره اسلامك او پاكستاني آرټ ته په قامي او نړيواله كچه ودې ور??ولو ته اړتيا ده۔ بېګم ثمينه علوي ووئيل د سائنس او ټيکنالوجۍ په دور كښې هم د فنون لطيفه د اهميت نه انكار نشي كېدے۔ په دې موقع دې د نندارتون پرانسته هم وكړه او د فنپارو مشاهده كولو سره ئې د بېلا بېلو مصورانو د فن پارو ستائنه وكړه۔