اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کھر به (نن) د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره د افغانستان پايه تخت كابل ته ځي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ ?? جاري بيان له مخې حنا رباني كهر به د لوړې كچې د يو پلاوي مشري كوي او په كابل كښې به افغان لنډ مهاله حكومت سره سياسي مذاكرات كوي٬ چې پكښې به د تعليم، تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرسته، سي??ه ايزو روابطو٬ اولسي رابطو او د سي??ه ايزې سل??متيا چارو پشمول په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ وزير مملکت به په افغانستان كښې امن مضبوطولو او سوكالي زياتولو لپاره د پاكستان د پرله پسې عزم او ملاتړ هم پخلے كوي۔ بيان له مخې پاکستان دوست او د ګاٶنډي ??ه توګه افغانستان كښې بشري بحران كمولو او د افغان نا??يناٶ٬ مېرمنو او كوچنيانو معاشي سوكالۍ له حقيقي موقعې راپېدا كولو سره د افغانستان اولس سره د خپل مستقل يووالي پخلے كوي۔