جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د لوي څښتن شكر دے چې تر اوسه د نړيوالې ورورولۍ لخوا د 10.7 اربه ډالرو لوظ وكړے شو٬ دا كنف??نس د غېر معمولي كاميابۍ وړ دے، وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ھغه ډلې په موثره ډول د پاكستان مقدمه مخ په وړاندې بوتلې ده۔ د ګ?? په ورځ خپل ويډيو پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل په جنيوا كښې کلائيميټ ريزيليئنټ پاکستان کنف??نس روان دے?? نن پاكستان لپاره مهمه ورځ وه٬ د پاكستان معيشت او انفراسټركچر ته د سېلاب څخه د 30 اربه ډالره زيان رسېدلے دے، ده ووئېل نړيوالې ورورولۍ او پرمختيائي شراكتدارو په دريو كالو كښې د 16 اربه ډالرو د ضرورت اندازه لګولې دغسې چې د پاکستان انفراسټرکچر بحال كړے شي او اولس ښه ژوند وكړي۔ ده ووېيل د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر هم مننه كوٶ چا چې د پاكستانيانو نه زياته د پاكستان مقدمه كړې،قام له مباركي وركوم مونږ په نړي??ال?? كچه په لويه كاميابۍ ترلاسه كولو كښې بريالي شوي يو او اوس به بل پړاٶ كښې د مرستې رقم او خپلو وسائلو سره هېواد كښې د بيا رغونې مزل پېل كوٶ