سیالكوټ 11 مارچ (اے پي پي) د دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د پاكستان 50 فیصده څخه زياته آبادي په ميرمنو مشتمل ده،د ژوند په ټولو څانګو كښې ميرمني تر هغه وخت مخ په وړاندې نه شي تللې تر څو چې هغوي له ?? خپلواكۍ موقعې نه وي وركړې شوي۔په دې لړ كښې ویمن چیمبر سیالكوټ دا يوه كامیاب هڅه ده د كومو په خوارۍ چې نن په سیالكوټ كښې د پاكستان د نورو ښارونو ميرمني په دې نندارتون كښې خپل سټالز لګولو سره ګډون كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ویمن چیمبر آف انډسټری سیالكوټ د سيوري لاندي وړومبي يوه ورځني نندارتون ایګزیبټ 2023 پرانستي په مهال میډیا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د دې نندارتون به په كارو??ار?? ميرمنو په ژوند ښه اثر پريوځي۔