اسلام آباد 21مارچ(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د آل پاكستان نيوز پيپرز سوسائټي نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركړې۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ جاري بيان له م??ې صدر ناز آفرين سهګل لاكهاني او سرمد علي ته د اے پي اېن اېس متفقه ص??ر او سېكرټري جنرل په منتخب كېدو مباركي وركولو سره هيله څرګند?? كړې چې نوي عهديدار به په هېواد كښې د ابلاغ ذريعو پ??مختګ لپاره اقدامات لا تند كري۔صدر مملكت امتنان شاهد ته د سينئر نائب صدر٬محمد اسلم قاضي ته د نائب صدر٬اېس اېم منير جيلاني ته د جوائنټ سېكرټري او شهاب زبير ته د اے پي اېن اېس فنانس سېكرټري په توګه په منتخب كېدو مباركي وركړه ۔ده ووئيل مېډيا دې په هېواد كښې د امن٬برداشت٬اخلاقي او جمهوري اقدار ودې لپاره كار وكړي۔ډاكټر عارف علوي د فيك نيوز مخ نيوي لپاره د ورځپاڼو لخوا د كردار ادا كولو په ضرورت زور راوړولو كښې ووئيل ابلاغ ذريعې د سماجي مسئلو٬د مېرمنو او خاص كسانو حقونو څخه خلقو كښې خبرتيا راپېدا كړي