اسلام آباد۔26مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې پاكستان سويټ هوم مستحق وګړو ته معياري زده كړې او نورې آسانۍ وركوي٬ په دې زمرد خان او د هغه ډله د مباركۍ مستحق ده ٬ پاكستان سويټ هوم سره به مرسته دوامداره ساتوو٬ زمرد خان هغه كار كړے دے كوم چې يو شمېر ادارې نه شي كولې٬ سترې جذبې سره د بې آسرې كوچنيانو يوه آسره جوړ شوے دے۔ سپيكر راجه پروېز اشرف د اتوار په ورځ د پاكستان سويټ هومز فنډ رېزنګ دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقعه د پاكستان مسلم ليګ نون د قومي اسمبلۍ پخوانے غړي انجم عقيل خ??ن ٬ زمرد خان او نورو مهمو شخصياتو هم دستورې ته خطاب ??كړ??۔ سپيكر ووئيل دې مهم كار لپاره پاك پروردګار د زمرد خان انتخاب كړے دے۔ ده ووئيل كه انسان عزم ??كړ?? نو هغه نړۍ بدلولے شي۔ ده ووئيل دا زمونږ خوش قسمتي ده چې د زمرد خان په څير كسان پاكستان كښې زمونږ د كوچنيانو تريبه كوي۔ ده ووئيل ماته د وزيراعظمی منصب شايد د دې ماشومانو په دعا راكړے شوے وو۔ ده ووئيل ماته چې څومره خوشحالي دلته په راتلو كېږي بيانولې نه شم۔ انجم عقیل خ??ن خپل خ??اب كښې سويټ هومز لپاره د 10 لكه روپو اعلان ??كړ??۔ زمرد خان د ټولو ګډون كوؤنكو او ډونرز مننه ??كړ??۔