اسلام آباد۔17اپریل (اے پی پی)وفاقي حکومت د صحت عامه آسانيو د مخ په زياتېدونكي طلب ترسره كولو له په دې برخه كښې د پام وړ پېش رفت كړے دے۔ د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د حكومت لخوا په پلازمينه اسلام آباد كښې د آټزم سنتر جوړېدو ٬ د دماغي روغتيا هې??پ لائن ٬ د ژوند بچ كوؤنكي سي پي آر ټرېنګ پروګرم پېل كېدو او بنديانو ته د طبي زده ??ړو ترلاسه كولو اجازه وركولو په څيړ اقدامات شوي دي۔ دا اقدامات د روغتيا خيال ساتلو نظام جوړولو له د حكومت د پراخه عزم څرګندونه ده۔ د روغتیا په برخه کښې د شتمن حضراتو ډاډګيرنې له وزيراعظم په دې وروستيو كښې په لاهور كښې په 600 بسترو د مشتمل انډس روغتون پرانسته وكړه۔ ده ??ه شتمن حضراتو زور راوړو چې هغوي دې د روغتيا او زده ??ړو په څانګو كښې راوړاندې شي او د بې وزله او مستحق خلقو ستونزې لرې كولو له دې عطيې وركړي۔ ده ??ه لاهور كښې 6 چته او په 350 بسترو مشتمل رجب طيب اردوان روغتون د 2010 سېلاب په مهال جوړ كړے وو۔ د روغتون د پرانستې په موقع وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چي د پنجاب وزيراعلی په حېث په خپل دور كښې ما 20 اربه روپۍ جمع كولو سره انډومنټ فنډ فعاله كړو او د دې فنډ د لارې مو د زيات شمير يتيمانو كفالت وكړو كوم چې د بده ??رغه تېر حکومت ختم كړو۔ خو ده باور وركړو چې حکومت به د انډوومنټ فنډ او سي اېم سېلف اېمپلائمېټ سکیم پشمول ټول اولس دوسته سكيمونه بحال كړي۔ ده ??وئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت د 20 اربه روپو په لګښت پي کے اېل آئی روغتون هم جوړ كړے وو په كوم چې تېر حكومت سياست وكړو چې ورسره زيات نقصان وشو۔ په ټول پنجاب کښې د هې??اټايټس فلټر مركزونه جوړ شوي وو چرته به چې د ټول هې??اد نه ناروغان درملنو لپاره راتلل، حکومت د درملنو په ارزانه بيعه او دې ته د اولس رسېدل آسانولو له د 20 درملو په نرخونو کښې کمي راوستې دې۔ د زياتره درملو په بيعو كښې د كمۍ تناسب 30 فيصده ??اتې شوې او د نورو 54 درملو په بيعې هم مقرر كړې شوې دي۔ وزيراعظم په دې وروستيو كښې د وګړو د ذهني روغتيا او تندرستۍ لپاره “همراز” ذهنی صحت اېپلی کېشن او مربوط هې??پ لائن 1166 پېل كړو۔ كه وګړي ډپرېشن، ټېنشن یا ذهنی فشار سره مخ وي نو هغوي په 1166 مفت كال كولو سره د نفس??ات?? پوهانو او ډاكټرانو سره مشوره كولې شي۔ موجوده حكومت عامو وګړو لپاره وزیراعظم نېشنل سی پی آر(کارډیوپلمونری رېسوسی اېشن) پروګرام پېل كړو دغسې چې د زړه د دورې په صورت كښې د رنځور ژوند بچ كړے شي۔ حكومت ماشومانو لپاره په وفاقي پلازمينه كښې نېشنل آټزم اېنچ مېنټل هې??تھ سېنټر جوړ كړے دے۔ په اولني پړاؤ كښې به دا سېنېټر په او پي ډي كښې دتش??يص?? او د درملنو آسانۍ برابروي۔ د صحت عامه مساوي تعليمي نظام ته وده ??ركولو له وفاقي حكومت پاکستان میډیکل کمېشن (پی ایم سی) ته د میډیکل او ډېنټل کالجونو راروانو داخله ټېسټونو كښې د ځوانانو بنديانو شاملولو له د انتظاماتو كولو هدايت وكړو۔ حکومت په وفاقي پلازمينه كښې په پاکستان انسټی ټیوټ آف میډیکل سائنسز (پمز) كښې کډنی ټرانسپلانټ سېنټر جوړوي۔ د روغتيا وفاقي وزارت صوبو سره په ګډه په پاكستان كښې د تماكو په كارولو د قابو موندلو هڅې فعاله كولو له ملي تمباکو کنټرول پالیسی جوړه كړې ده۔ د دې پالېسۍ لاندې د تماكو په هر ډول اشتهاراتو، پروموشنز او سپانسرشپ بندېز لګولې شوې دې۔