اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د روغتيا قومي ادارې ( اېن آئی اېچ) وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هې??اد كښې د كورونا وائرس 37 کېسونه رپورټ شوي او د 7 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د خالي په ورځ د اېن آئي اېچ لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې په ګرد هې??اد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 3 زر 274 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 37 كسانو ټ??سټونه مثبت راغلي دي او دې حساب سره په دې موده كښې د كورو??ا مثبت ټېسټونو شرح 1.13 فیصده پاتې شوې ده۔ په دې مهال د كورونا وائرس د لاسه كوم بل رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 7رنځورانو حالت نازك ښودلے شوے دے۔