اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) پاکستان د هند په غیر قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د تشویش څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاکستان ب?? سيمه كښې د بشري حقونو سنګینو او منظمو خلاف ورزیو په ضد غږ پورته كوي۔د خارجه د??تر وياندي ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل پاکستان ب?? د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړي منصفانه او امناك حل لپاره د کشمیریانو سیاسی، سفارتې او اخلاقی مرسته روانه ساتي۔دي ووئيل د هند د غير قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د ظلم سلسله روانه د??،اوسنيو كښې د هند قابضو ??وا??ونو راجوری، کپواړه او بارهموله ضلعو كښې 6 کشمیري ??وا??ان وژلي دي دغسې راجوری او پونچھ ضلعو كښې د محاصرې او لټون کارروائۍ رواني دي،په دې مهال ځائې خلق ځورولې شوي۔وياندي ووئيل د هند د غیر قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر پلوامه ضلع كښې د هند نېشنل انویسټی ګیشن ایجنسی (این آئی اے) د آزادۍ مرستياله غړي فیاض احمد ماګرے 6 دکانونه ضبط کړې دي۔دي د هند په غیر قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په سختو خلاف ورزو د تشویش څرګندونه كولو سره ووئيل د بشري حقونو دا خلاف ورزۍ بايد ختمې كړې شي