اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاق?? وزير سردار محمد اسرار خان ترين وئيلي دي د 9 مئي پېښو سهولت كار د كومې معافۍ مستحق نه دي٬ د پېښې ذمه وارو مقدمې دې پوځي عدالتونو ته وړاندې كړې شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې برخه ??خستلو سره ده وو??يل د 9 مئي پېښې د غندنې وړ دي٬ په دې پېښو كښې ككړو كسانو هغه څه كړي كوم چې زمونږ دښمنانو غوښتل۔ پاكستان يو مضبوط هېواد دے څوك هم دے ته زيان رسولے نه شي۔ ده وو??يل ماته په دې خوشحالي شوې چې ايوان يو قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې د 9 مئي د پېښو ذمه وارو كسانو مقدمې په پوځي عدالتونو كښې د چلولو غوښتنه شوې ده۔ ده وو??يل پاك پوځ د هېواد د حفاظت ضامن دے او د خپل اولس ملاتړ سره هېواد ته د پېښو مسئلو مقابله كوي او كه پاك پروردګار ته منظور وي هم دغسې به سباؤن كښې هم كوي۔ ده وو??يل زما په حلقه كښې د سترو لارو يو شمېر منصوبې دي هغې لپاره چې كوم فنډز راكړې شوي دي كم دي ٬ هرنائی څخه پنجاب لپاره تركارۍ ٬ كوئله او نور سامان راوړونكي ټركونه تر 10 ٬ 15 ورځو ولاړ پاتې كېږي۔ دې منصوبو لپاره دې مناصب فنډز مختص كړې شي۔ ده وو??يل تر كومې چې په صحت ٬ تعليم او مواصلاتو كښې فنډز مصرف نه كړې شي د پر??خت?? هدفونه ترلاسه كولې نه شؤ۔