اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حوالدار لالك جان شهيد (نشان حېدر) د جرأت او مړانې ځانګړے داستان رقم كړېدے كوم چې به چې تل ياد ساتلے شي۔ د جمعې په ورځ د حوالدار لالك جان شهيد (نشان حېدر) د شهادت په 24م تلين خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل ټول ق??م حوالدار لالك جان شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل حوالدار لالك جان شهيد (نشان حېدر) د جرأت او مړانې لازوا?? داستان رقم كړېدے كوم چې به تل ياد ساتلے شي٬ ده ووئيل كه د ترهګرۍ په ضد جنګ وي يا د بهرنې يرغل په ضد كارروائي كول وي ٬ دغسې كه د خوږ هېواد د دفاع معامله وي ، زمونږ غازيانو تل خپلې وظيفائي پوهې او مړانې او زمونږ شهيدانو خپل ځانونه قربانولو سره د قامي نظريې٬ د هېواد سالميت او زمونږ د آزادۍ تحفط باوري كړېدے۔ وزيراعظم د حوالدار لالك جان شهيد پشمول د ټولو شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه