پېنډۍ 22 اګست (اے پي پي) د سوئيلي وزيرستان په منزه سي??ه كښې د امنيتي اهلكارو او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادلې په نتيجه كښې 4 ترهګر وژلې شوي او دوه ټپيان شوي ٬ په دې موقعه د پاك پوځ شپږ ځوانان هم شهيدان شوي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د اګست په 22مه نيټه په ذكر شوې سي??ه كښې د امنيتي اهلكارو او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادله و??وه ٬ امنيتي اهلكارو په موثره ډول د ترهګرو ژالې په نښه كړې چې په نتيجه كښې ئې څلور ترهګر ووژلې شوو او دوه ژوبل شول۔ د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ شپږ ځوانان هم شهيدان شوي۔ په سي??ه كښې د موجود نورو ترهګرو درك لګولو لپاره كليئرنس اپرېشن جاري دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان وسله و??ل ځواكونه د ترهګرۍ لعنت ختمولو عزم لري او زمونږ د مېړنو عسكرو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم لا مضبوطوي