اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي په سوئيلي آسيا ك??ې د تاؤ تريخوالي وضع?? سبب د جموں وكشمير شخړه ده٬ پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل عزم لري٬ په ګرده نړۍ كښې په خاص توګه د هندوتوا پشمول اسلامو فوبيا نړيوال امن او سلامتيا لپاره يوه سنګينه خطره ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم سره جموں وكشمير لپاره د او آئي سي خاص استازي يوسف اېم الدوبے ملاقات وكړو۔ وزيراع??م ووئيل پاکستان او د کشمیر اولس او آئي سي څخه زياتې هيلې تړلې دي۔ وزیراع??م ووئيل په سوئيلي آسيا ك??ې د تاؤ تريخوالي لوي?? سبب د كشمير مسئله ده٬ د دې حل كېدو سره منطقه كښې امن راتلے شي۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل عزم لري٬ ده ووئيل كشميري اولس ملاتړ لپاره تل او آئي سي او اسلامي نړۍ ته كتلې دي۔ یوسف ایم الدوبے وزیراعظم ته د كشمير په مسئله د او آئي سي د اصولي دريځ باور وركولو سره ووئيل او آئی سی د کشمیر کاز لپاره بشپړ عزم لري او د او آئي سي خصوصي استازي په حېث زما د پاكستان ٬ جموں وكشمير او آزاد كشمير دا دوره د دې عزم څرګندونه ده۔