اسلام آباد۔28اکتوبر(اے پی پی) د قومي ??سمبلۍ سپيكر ر??ج?? پرویز اشرف په غزه د اسرائیلي ځواکونو ځمکني، سمندري او هوايي بریدونو په كلكه غندنه او له فلسطیني ولس سره د بشپړ پیوستون څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په غزه کښې د خوراکي توکو کمښت او په روغتونونو کښې د تیلو کمښت یو جدي بشري ستونزه رامنځته کړې ده۔ ده د بشري حقونو په نړيوالو ادارو زور ر??وړے چې هغوي دې په غزه کښې د انساني ژوند د بچ كولو اقدامات وكړي۔ د خالي په ورځ د قومي ??سمبلۍ سېکرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان کښې د قامي ??سمبلۍ سپيکر ووئيل چې د اسراييلو جارحانه جنګي اعمال د ف??سط??نيانو نسل ختمول دي٬ په غزه کښې بشپړ بلېك آؤټ او ټوله شپه د اسراييلو سخته بمباري د زغم وړ نه ده، اسرائيلو غزه مقبره جوړه كړې ده۔ ده ووئيل په غزه کښې د خوراکي توکو کمښت او په روغتونونو کښې د تیلو کمښت یو جدي بشري ستونزه رامنځته کړې ده۔ ده ووئيل اسرائیل پ?? پرله پسې ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوی او د جنګی جرمونو مرتكب كېږي۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالې ادارې دې په غزه کښې د انساني ژوند د بچ كولو اقدامات وكړي۔ سپيكر د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غونډه كښې په غزه كښې روانې جنګ بندۍ سره د اړوند قرارداد منظوري خوشبينه ګرځولو سره ووئيل ملګري ملتونه بايد په دې قرارداد فوري عملدرآمد وكړي۔ سپیکر ووئيل د ف??سط??ني اولس دړد غم پاكستانې اولس شدت سره محسوسوي۔ ده په غزه كښې د شهيد شويو وګړو غمجنيو كورنيو سره د خواخوږۍ او يو والي څرګندونه وكړه۔ سپيكر په ف??سط??ن كښې د اسرائيلي ځواكونو د بمبارۍ په نتيجه كښې د شهيد شويو وګړو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم ??عا هم وكړه۔