کراچۍ 29 نومبر (اے پي پي) ?? پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي پیپلز پارټي يو ګوند نه بلكه يو تحریك دے،د ګوند د باني چیئرمې?? قائدِ عوام شهید ذوالفقار علی بھټو او چیئرپرسن شهیدي بینظیر بھټو نامکمل مشن سر ته رسولو له لوظي يو۔د بلاول هاوَس ميډيا سيل د اړخه جاری شوي پرېس ریلیز له مخې د ګوند د 56مي ِ تاسیس ورځ په موقع په خپل پیغام كښې د پی پی پی چیئرمېن ووئيل ذوالفقار علی بھټو د خپل ګوند بنياد ??ه سیاسی تدبر او پراخه وژن اېښودے ؤ،په هغې عمل كولو سره به مونږ له يو سوكاله او قوي پاکستان جوړول وي۔يو داسې پاكستان كوم كښې چې د ټولو وګړو حقونه او د ګټو يو ډول خيال اوساتلے شي۔ده شهیدي بینظیر بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل شهیدي بی بی هېواد كښې د آمریت، مرکزیت خوښې سوچ او انتها خوښۍ په ضد ټول عمر له مزاحمت کولو او د اولس د بنیادی حقونو حفاظت او د هغوي سوكالۍ له ئې هلې ځلې كړي۔ده ووئيل د بھټو فکرِ او شهیدي بینظیر بھټو فلسفه او ویژن زمونږ لپاره د لارې مشالونهِ دې۔ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری ووئيل ?? پاك چین اقتصادی راهدری، 18م بدلون ، این ایف سی ایوارډ، صدارتی اختیارات پارلیمان ته سپارل ، آغازِ حقوق بلوچستان پروګرام، بینظیر انکم ??پورټ پروګرام او ?? پاکستان کھپے، صدر آصف علی زرداری ویژن ښكاره اقدامات دي او مونږ به هم دغه وژن مخ په وړاندې بوځو۔ چیئرمېن ووئيل هېواد كښې د جمهوریت په خاطر زندان او د هېواد څخه بهر وخت تيرول دغه ټول تكليفونه زغملو او بيا د خپل ځان قرباني وركوونكو جیالو ته پيرزوئنې وړاندې كوو او د دې عزم پخلے كوو چې ګوند به د خپل عظیمو کاركنانو قربانۍ بے ځايه نه بوځي۔