دوبئی۔3 دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پاكستان پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د ??وس??ياتي مالياتو حوالې ??ره يو مضبوط غږ او بشپړ ملاتړ كوؤنكے هېواد پاتے شوے دے او د پرمختګ كړې نړۍ لخوا د ملګرو ملتونو په كوپ 28 مه غونډه كښې د پاكستان دا كردار تسليم كړے شوے دے۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان لخوا په كوپ 27 كښې د لاس اېنډ ډېمېج فنډ وكالت شوے وو۔ د کوپ28 په موقعه اسكائي نيوز عربيه ??ره مركه كښې وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل د لاس اېنډ ډېمېج فنډ آپرېشنلائزېشن ددې خبرې ثبوت دے چې پرمختګ كړې نړۍ په اخلاقي توګه دا دليل ??بول كړے دے چې نړۍ بايد د هغه هېوادونو ملاتړ وكړي كوم چې د ??وس??ياتي زيان ذمه وار نه دي ۔د?? ووئيل د متحده عرب اما??ات لخوا د 30 بلین امریکائي ډالرو اعلان د لارې لاس اېنډ ډېمېج فنډ فعال كول په سم لوري يو په زړه پورې پېل دے۔ د اسرائيلي ظلمونو په اړه خپلو خبرو كښې د?? ووئيل ??اکستان سعودی عربستان او نورو هېوادونو ??ره په ګډه د او آئی سی په پلېټ فارم ولاړ پاتے شوے دے او د فلسطيني اولس په ضد يۍ د زيات ظلم ٬ زياتي او جارحيت بندولو او د بشري خواخوږۍ راهدارۍ جوړولو غوښتنه كړې ده۔ د?? ووئيل تلپاتې امن د كال 1967 څخه وړاندې پولو ??ره د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي ??ره تړلے دے ۔ نګران وزيراعظم ووئيل ??اكستان د هغه كډوالو حوالې ??ره خپلو ذمه واريو څخه ښه خبر دے د كومو چې يۍ د تېرو 50 كلونو په مهال كوربتوب كړے دے۔ بياهم دا زمونږ قومي فرض دے چې لس لكه څخه د زياتو غېر قانوني بهرنيو نقل وحركت منظم كړؤ۔ د?? ووئيل د كشمير مسئله 7 لسيزو څخه حل طلب ده۔ د?? ووئيل ??شمير د پاكستان شه رګ دے او دا مسئله به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كول وي۔