اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې حکومت جوړولو لپاره ساده اكثريت اړين وي، اليکشن کمېشن د انتخاباتو نه ورسته په 14 ورځو كښې مصدقه نتيجې جاري كولو پابند دے٬ د آرټيکل 91 له مخې صدر مملکت د اليکشن نه 21 ورځې ورسته غونډه رابللے شي٬ د 22مې او 29مې فرورۍ ترمېنځه كله هم د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې كېدې شي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د پي ټي وي پروګرام “رياست” كښې كړې۔ ده ووئيل اليکشن کمېشن د انتخاباتو نه ورسته په 14 ورځو كښې مصدقه نتيجې جاري كولو پابند دے٬ فارم 49 كښې بريا ترلاسه كوٶنكو ته انتخابي خرڅونو مصدقه كښې دست??وي??ات اليکشن کميشن سره جمع كول وي٬ كه دا تفصيلات جمع نه كړې شي نو فاتح د قامي اسمبلۍ باضابطه غړي نشي پاتې كېدې ۔ ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ ته چې څنګه سركاري نتيجې ترلاسه شي٬ د پارلماني چارو د وزارت كار به پېل شي۔ وفاقي وزير ووئيل د آرټيکل 91 له مخې صدر مملکت د اليکشن نه ورسته په 21 ورځو كښې غونډه رابللے شي،د اليکشن نه ??رو??ته 21 ورځې په 29 فرورۍ ترسره كېږي٬ د 22مې او 29مې فرورۍ ترمېنځه كله هم د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې كېدې شي ۔ د يوې پوښتنې په ځوب ده ووئيل حکومت جوړولو لپاره ساده اكثريت صروري وي، صدر دا واك نه لري چې ھغه يو ګوند يا كس ته د حكومت سازۍ بلنه وركړي٬ د اتلسم بدلون نه ورسته دا اختيار ختم شوې دې٬ د اتلسم بدلون له مخې د صدر چوكۍ د وفاق علامت ده