اس??ام اباد۔20 ??روري(اے پي پي) د ټولې نړۍ غوندې پاكستان كښې هم سبا د شورو په ورځ د مورنو ژبو ڼريواله ورځ نمانځلې شي ۔په دې لړ كښې به د ټول هېواد غوندې د خېبر پښتنوخوا شاعران ٬ اديبان ٬ سركاري او غېر سركاري تنظيمونه او اړوندې ادارې د مورنو ژبو پرمختګ ٬ ودې او اهميت په بابله مختلف پروګرامز ٬ دستورې ٬ سيمنارز ٬ مشاعرې او لاريونونه كوي۔د ملګرو ملتونو قرارداد تر مخه هر كال د فروري 21 نېټه د مورنو ژبو اهميت او ترقۍ لپاره دا ورځ په ډبېره ولوله او زړه پورې ډول نمانځلې شي چې پكښې د مورنو ژبو په افاديت ٬ اهميت او ترقۍ د هر مكتب فكر لرونكې د خپلو خيالاتو نه يواځې اظهار كوي بلكې د ورځې په مناسبت سره مختلف پروګرامز لكه مشاعرې ٬ سېمنارز ٬ لاريون ٬ مباحثې او په ټي وي رېډيو خصوصي پروګرامز نشر كولې شي۔د حكومت تر سېوري لاندې بېل?? بېلې تعليمې او ادبي ادارې په دې ورځ خاص دستورې كوي او د مورنو ژبو په اهميت او ضرورت رڼا اچوي