اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) په صدارتي ټاكنو كښې د اپوزیشن اتحاد كانديد محمود خان اچکزئی وئيلي دي چې آصف علی زردادی ته په صدر ټاكل كيدو مباركي وركوم٬ د فضل ال??حم?? ووټ بايد ترلاسه شوے وے٬ د تحریک انصاف يو شمېر پارلیمنټیرینز ووټ ونه كارولو٬ د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل نه چا ووټ واخست او نه چا خرڅ كړو۔ د صدارتي ټاكنو د نتيجې اعلان څخه وروستو پارليمنټ څخه بهر ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل آصف علی زردادی يو زیرک سیاستمدار دے٬ ??يله ده چې هېواد او قام چېلنجونو څخه ويستلو له به كوټلي ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د شبلی فراز په شمول يو شمېر پارلیمنټیرینز ووټ ونه كارولو٬ هيله وه چې مولانا فضل ال??حم?? به خپل ووټ ما ته راكړي۔ ده ووئيل د هېواد په خاطر مونږ مرسته كولو له چمتو يؤ۔