اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) د شاہ سلمان هیومېنټېرین اېډ اېنډ ریلیف سېنټر (کے اېس ریلیف)پاکستان په مرسته د ګودار سېلاب ځپليو لپاره د بېړنۍ مرستې قافله روانه كړې ده۔ سېلاب ځپليو لپاره په 9 زره راشن بېګز ، 9 شېلټرز او د ضرورت په نورو څيزونو مشتمل 875 ټنه سامان د كنټېنرز ??لا??ې اسلام آباد څخه ??ودار ته روان كړے شوے دے۔ د اېن ډي اېم اے لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د اتوار په ورځ جناح سټیډیم ، سپورټس کمپلېکس كښې د سامان لېږلو دستوره كښې د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټی، په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعید احمد المالکی او د اېن ډي اېم اے چارواكو ګډون وكړو۔ د مرستې سامان به بلوچستان ته رسېدو سره پی ډی اېم اے بلوچستان او ځايې انتظاميې ته وسپارلے شي دغسې چې دا د ګوا??ر سېلاب ځپليو ترمينځه په عادلانه توګه ووېشلې شي۔