اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ملائيشيا خپل همڅنګ انور اب??اه??م سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته يۍ د كوچني اختر مباركي وركړه۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري كړې شوي بيان له مخې وزيراعظم د اختر په موقعه د ملائيشيا اولس ته مباركي وركولو سره په خپل پېغام كښې هغوي لپاره د خېر سګالۍ څرګندونه هم وكړه۔ وزيراعظم هيله ولرله چې د روژې مبارکې مياشتې برکتونه به د دواړو هېوادونو په ګډون ټولې اسلامي نړۍ لپاره د امن او سلامتۍ، پرمختګ او سوکالۍ سبب وګرځي۔ وزيراعظم د پاکستان او ملائيشيا اړيكو ته وده ورکولو لپاره د قوي عزم څرګندونه وکړه۔ ده د ملائيشيا وزيراعظم ته د پاکستان دورې کولو بلنه ورکړه۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به د ملائيشيا د وزيراعظم دورې ته سترګې په لار وسي۔ ده زياته كړه چې د علامه اقبال د شاعرۍ په ملائيشين ژبه كښې ژباړنه كيږي چې اجراﺀ به يۍ كه پاك پروردګار ته منظور وي د ملائيشيا د وزيراعظم انور اب??اه??م په لاس د پاكستان دورې په مهال كولې شي۔ دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وزيراعظم د ملائيشيا تجارتي پلاوي ته د زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔ وزیرِ اعظم ووئيل پاكستان به هم خپل يو تجارتي پلاوې ډېر زر ملائیشیا ته استوي كوم به چې تجارت او په خاص توګه پاكستان څخه ملائيشيا ته د غوښې برآمد ته وده وركول?? كښې مرستياله ثابت شي۔ وزیرِ اعظم په خپلو ټېلېفوني خبر?? كښې په فلسطيني ورونړو خوېندو د روان اسرائيلي بربريت او نسل كشۍ په ضد د ملائيشيا د ښكاره دريځ ستا??نه وكړه۔ دواړو لارښودو فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د كشمير په مسئله د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د ملائيشيا حك??مت مننه وكړه۔ د ملائیشیا وزیر اعظم انور ابراهیم د وزیرِ اعظم شهباز شریف مننه كولو سره زر تر زره د پاكستان دوره كولو او دوه اړخيزه اړيكې مضبوطو لپاره مرسته كول?? كښې خوښي ښكاره كړه۔