اسلام آباد 15اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف په سكرو چلېدونكې بجلي ګهرې په ځايي سكرو منتقل كول٬د بجلۍ ترسيلي نظام ښه كولو٬د فعاله جنكوز نجكاري او د غېر فعاله جنكوز د نيلامۍ عمل تندولو او د بجلۍ د ويلنګ بي??ه كمولو سپارښتنې سره وئېلي دي په هېواد كښې به په سباون كښې پاك او د كم لګښت پن بجلي او د تجديد وړ توان پلانټس لګولې شي٬د بج??ۍ يو يونټ بي??ه كمولو لپاره هر ممكن اقدامات كوو۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بي??ن له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د برېښنا څانګې په اړه په اقدامات د اعلٰی كچ د جاج اغستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬اسحاق ډار٬خواجه محمد آصف٬احد خان چيمه٬عطاﺀالله تارړ٬سردار اويس احمد خان لغاري٬ډاكټر مصدق ملك٬د برېښنا پخواني وفاقي وزير محمد علي٬د قامي اسمبلۍ غړو بلال اظهر كياني٬ر??نا احسان افضل٬سلمان احمد او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د سكرو څخه چلېدونكې بجلي ګهرې په ځايې سكرو منتقل كولو او د برېښنا ترسيلي نظام دې لا ښه كړے شي۔ده ووئيل په هېواد كښې به پاك او د كم لګښت پن برېښنا او د تجديد وړ توان پلانټس لګولې شي۔غونډې ته د بهرنۍ سرمايه كارۍ له مخې د 600 ميګاواټ شمسي توان په پروژه هم بريفنګ وركړے شو۔??غس?? وزيراعظم اړوندو چارواكو ته د شمسي توان دې منصوبه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ په اړه د اقدامات تندولو هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم امر وكړو چې د ويلنګ بي??ه كښې دې كمے وكړے شي ??غس?? چې صنعتي صارفينو ته په مصرف د برېښنا وركړه ممكن شي٬??غس?? صنعتي پرمختګ او برآمدات كښې اضافې لپاره دې د لويو صنعتونو نزدې ګرډ سټېشنز جوړول باوري كړے شي٬هغه بجلي ګهرې(جنكوز)كومې چې فعاله دي د دغې د نجكارۍ عمل دې تند كړے شي اوز داسې بجلي ګهرې(جنكوز)كومې چې غېر فعاله دي او په ناكاره حالت كښې دي د هغې د نيلامۍ عمل دې تند كړے شي۔۔وزيراعظم ووئيل د عام كس لپاره د برېښنا په يو يونټ بي??ه كښې د كمي لپاره اقدامات كوو٬د برېښنا څانګې ګردشي قرض كښې كمي لپاره د څانګې په ترجيحي بنيادونو اصلاحات روان دي۔غونډې ته د برېښنا څانګې موجوده پیداوار او ترسيلي نظام په اړه تفصيلات٬حكومتي اقدامات او تجاويز په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډه په سباؤن كښې د بجلۍ كهپت او طلب په اړه هم خبر كړی شوه۔غونډې ته ووئيل شول د بهر نه په راغوښتلو سكرو چلېدونكې پروژې په ځايې سكارو منتقل كولو څخه به نه يواځې قيمتي زرمبادله بچ شي بلكې د يو صارف لپاره يو يونټ بي??ه كښې به د 2 روپو كمے هم راشي ۔??غس?? وزيراعظم ټول اقدامات په ټاكلې موده كښې د بشپړولو هدايت وكړو۔