اسلام آباد۔30مئی (اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښ?? د خېبر پښتونخوا صوبې په چارو او د هېواد په سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر د حكومت د كاروبار او سرمايه كار دوست پالېسو په سوب په هېواد كښې په زياتې شوې سرمايه كارۍ وزيراعظم ته پېرزوينې وړاندې كړې٬ په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا په مسئلو او د دې د تلپاتي حل په اړه هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خن چيمه ا?? د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله هم موجود وو۔د ملاقات نه پس د وزيراعظم هاؤس نه بهر مېډيا سره په خبرو ك??ې ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي چې د خېبرپښتونخوا په مسئلو وزيراعظم سره خبرې اترې وشوې۔ وزيراعظم شهباز شريف سره په صوبه كښې د ګاز او برېښنا لوډشيډنګ په مسئلو هم خبره شوې او وزيراعظم وئېلي چې د لوډشېډنګ وختونه دې نور هم كم كړی شي۔ګورنر ووئيل چې د فاټا او پاټا ټيكس په اړه هم وزيراعظم سره تفصيلي خبرې اترې شوي۔ فاټا او پاټا ټېكس مسئله وزيراعظم ته وړاندې كړې شوه په دې وزيراعظم ماته باور راكړو چې د فاټا او پاټا اولس تحفظات به لرې كولې شي۔په صوبه كښې 34 پبلك سيكټرونو ك??ې پوهنتونونه چې پكښې د 26 پوهنتونونو وائس چانسلران نشته دې٬ دا زمونږ د صوبې د ايجوكېشن ايمرجنسۍ حال دے۔ ده ووئيل چې تېر كال 3 ارب روپۍ د پوهنتونونو لپاره اېښودلې شوې وې چې پكښې يوه روپۍ هم رېليز شوې نه ده۔زياتره پوهنتونونه د وفاق د فنډ په ا??تظار دي او په دې اړه هم وزيراعظم سره په ملاقات كښې خبرې وشوې۔ ګورنر ووئيل چې دغسې د دير موټروے په معامله هم خبره شوې كومه چې تر چترال جوړېدل دي۔وزيراعظم سره د سكهر او ډېره اسماعيل خان كښې د انټرنېشنل معيار له مخې د هوائي مېدان تعمير په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دې سره سره په صوبه كښې د امن او امان په اړه هم خبره شوې۔ وزيراعظم سره د نيټ هائيډل په پرافيټ هم خبره شوې۔ګورنر ووئيل چې د فاټا انضمام نه پس د 100 ارب روپۍ كلن فنډ وركولو چې كومه وعده شوې وه په دې اړه هم خبره شوې۔ وزيراعظم وئېلي دي چې د چشمه رائټ لفټ كينال لپاره دې فنډ بېل كړې شي٬دا مهال پراپرټ?? ټيكس ډېر زيات دې چې له ا??له يۍ په خېبرپښتونخوا كښې د پراپرټۍ كاروبار زيرو شوې۔ د وزيراعظم منن?? كوم چې هغه مسئلې واورېدلې۔مېډيا سره په خبرو ك??ې ګورنر ووئيل چې وزيراعظم سره خبرو ك??ې م?? د سركاري ملازمينو په تنخاګانو ك??ې د 25 فيصد زياتولو تجويز وركړې په دې وزيراعظم باور راكړې دې۔ ده صوبائي حكومت ته ووئيل چې د وفاقي حكومت په ډول د صوبائي ملازمينو په تنخاګانو ك??ې اضافه وكړي۔