اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د كي بورډ د لارې بدلون راوستوونكې اولس لپاره هېڅ نه شي كولې٬ پښتانه د رواياتو امين خلق دي ٬ په پښتنو كښ?? د مور ٬ خور او د لور د احترام روايات له پېړيو څخه راروان دي٬ په اولسي غونډه كښ?? چې كومه ژبه وخوز??لې شوه هغه د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی منصب سره نه ښائي بلكې د هغې سپكاوے دے٬ د سټېج څخه مېرمن چېلنج كونكے د ترهګرو او مجرمانو څخه يريږي٬ دننه څخه خالي انسان يوازې دړكې ورك??لې شي۔ د پي ټي آئي اولسي غونډې له خلق په خپله نه ٬ په زبردستۍ راوستلې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده وفاقي وزير امير مقام سره د ګل په ورځ په پي ټي وي هېډ كوارټرز كښ?? خبري كنفرنس ته خطاب كښ?? وكړه۔ ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد د جنګ او د هغوئي د نوغي ويستلو خبره هره ورځ كوؤ خو د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په ترهګرو د خبرې كولو په ځاے سټېج څخه يوه مېرمن چېلنج كوي٬ هغه دومره هم وس نه لري چې د ترهګرۍ په ضد خبره وكړي۔ ده ووئيل پي ټي آئي په خپل 12 كلنه دور كښ?? په خېبر پښتونخوا كښ?? يوه معياري منصوبه هم نه ده ترسره كړ??۔ ده ووئيل دغه صوبه مونږ ته د زړه له كومي ګرانه ده٬ د پښتنو عزت كوؤ٬ دوي زمونږ ورونړه دي خو وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور د دوئي په نامه داغ لګول غواړي۔ ده ووئيل علي امين ګنډا پورد جلسې ځاے ډكولو له سركاري وسائل او مشينري وكاروله۔ ده ووئيل د پي ټي آئي جلسه ټول قام وليدله ٬ دا څنګه انقلاب ؤ كوم چې يوازې يوې مېرمن چېلنج كولو لپاره ؤ۔ ده ووئيل علي امين ناوخته ځكه راغلو چې هغه ته معلومه وه چې د ورځې په رڼا كښ?? راتګ سره به مونږ په ډاګه شوو٬ هغه د جلسې د ناكامۍ غصه په مريم نواز سړه كړه۔ ده ووئيل پي ټي آئي فارن فنډډ ګوند دے ، د حکیم سعید او ډاكټر اسرار په بيانونو ارشد شريف ثبوتونو سره پروګرام كړ?? ؤ٬ هغه وئيلې وو په كوم ډول چې امريكائي نژاد يهودي دې ته فنډنګ كوي هغه خبره اوس ټائمز آف اسرائیل هم په ډاګه كړ?? چې اسرائيل سره كه څوك اړيكې ښې ك??لې شي نو هغه عمران خان دے۔ دې څخه ثابته شوه چې هغه د ګولډ سمتھ برانډډ لابېسټ دے۔ وفاقي وزير ووئيل د اسرائيل ورځپاڼې دا وئيلي چې هغه د يهودي لابي برخه دے۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښ?? د موټروے جال نواز شريف خپور كړ?? ٬ د شهباز شريف په دور كښ?? ګراني سنګل ډيجيټ ته راغله٬ په دې خبره هم هغه غصه دي ٬ دوي د آئي اېم اېف ته د هېواد ډيفالټ كولو له چيټۍ استولې۔ ده ووئيل برآمدات 14 فیصد زيات شوي او هغه غصه په دې دے چې وفاقي حكومت ډيلېور كوي او هغه پخپله ډيلېور ك??لې نه شي۔ ده ووئيل خپله ناكامي پټولو له په پوليس كانړي ور??لې شوي٬ اېس اېس پي يۍ ژوبل كړ?? شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل امير مقام مسلم ليګ (ن) سره سخت وخت تېر كړ?? ٬ دا يو مېړنے او زړور انسان دے٬ په ده 7 بريدونه شوي٬ پاك پروردګار هر وارې محفوظ ساتلے ٬ اوس هم ښه په مړانه سياست كوي۔ په ده ن ليګ پرېښودلو لپاره د اېنټي كرپشن ٬ نېب او اېف آئي لخوا فشار اچ??لې شوے خو په دغه سخت وخت كښ?? هم د ګوند سره پاتې شوے٬ مونږ په ده وياړوؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځوب كښ?? ده ووئيل په پرونۍ جلسه كښ?? شوو خلاف ورزيو څخه خبر يؤ٬ ده ووئيل د فېك نيوز په اړه به په اونۍ كښ يو وارې ميډيا ته بريفنګ وركؤو۔ ده ووئيل پرون يو پخواني صدر فېك عكسونه ولګول او بيا يۍ معذرت وكړو خو د هغه د ګوند كسانو د زړو وېډيوز په لګولو د بدلون راوستلو هڅه وكړه٬ زما خيال نه دے چې كله د كي بورډ د لارې بدلون راغلے وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل اپوزيشن د پارليمنټ دننه خپل كردار ترسره كوي۔ په ټولو كمېټيو كښ?? برخه لري٬ د جمهوريت آئيني نظام روان دے٬ داسې كوم مخالفت نشته چې د پارليمان بائيكاټ وكړے شي او استعفاګانې وركرې شي٬ اپوزیشن سره ښه كوآرډينېشن لرؤ۔ ده ووئيل علي امین چې كله ميټنګز له راځي نو په زړه پوري ډول راځي او وائي لږ خيال كوې هلته اډياله كښ?? زما پېشي ده۔ ده ووئيل هېواد ډيفالټ كېدو ته نزدے شوے ؤ٬ په كال 2018ﺀ كښ?? ډالر په 120 ٬ پېټرول يو لېټر په 125 روپۍ وؤ٬ مونږ 4 فيصد ګراني او 6 فيصد ګروتھ رېټ پرېښودے ؤ۔ دې څخه وروستو عثمان د پنجاب وزيراعلی جوړ كړ?? شو او داسې پوسټونه خلقو ته وركړے شول لكه د غنميت مال وي۔ دوئي د سي پېك پرواه ونكړه چې هغه څنګه روان دے۔ په ګوادر او نېشنل اېكشن پلان كومه غونډه ونكړې شوه۔ اېكسپورټرز ته دا معلومه نه وه چې مونږ له ډالر سره څه كول دي۔ ده ووئيل مونږ هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كړو٬ نن د ډالر په مقابل كښ?? روپۍ مستحكمه شوې ٬ برآمدات 14 فیصد زيات شوي٬ ګراني سنګل ډيجيټ ته راغلې ٬ په سباؤن كښ?? به پالېسي رېټ نور هم كم شي٬ مونږ د معاشي بحالۍ په لاره روان يؤ۔ د ګرمۍ په موسم كښ?? د بجلۍ په مد كښ?? وفاق 50 اربه او پنجاب د 45 اربه روپو سبسډي وركړه۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي هغه وخت به زر راشي كله به چې مونږ اولس ته بشپړ ريليف وركړؤ۔ ده ووئيل شهزاد اکبر، زلفی بخاری، شهباز ګل به ټول ورځ پرېس كنفرنسونه كول نن بهر تښتېدلې دي ٬ هغوي دې راشي او د خپلو كېسونو دفاع دې وكړي ۔ ده ووئيل ځينې كسان خپله موازنه د بنګله دېش شېخ مجيب سره كوي ٬ دا وخت په بنيادي توګه وخت پرست او موقع پرست خلق دي٬ دوئي ته چې كله زړه اووائي دوئي په ادارو بريد كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل خبريالانو سره مو د عزت او احترام تعلق پاتې شوے ٬ خبريال كوم سياسي ګوند نه لري۔ د مېرمنو خبريالانو په اړه چې د پي ټي آئي په جلسه كښ?? كومه خبره وكړې شوه دغه د پي ټي آئي عادت دے۔ ده ووئيل حكومت ټولو خبريالانو او ميډيا ادارو سره يو ډول تعلق ساتلے ٬ د ميډيا انډسټري اشتهارونه يۍ نه دي بند كړي٬ ميډيا وركر د كوم سياسي ګوند نه وي٬ هغه خپلې روزۍ ګټلو له د كور څخه وځي٬ هغوي ته د دړكو وركولو غندنه كوؤ۔(اے پي پي وا ض ض ١٧٥٧)