اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم یو??ھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي په پیرالمپکس ګیمز كښې د پيتلو تمغه ګټوونكي د حيدر علي په څير لوبغاړي زمونږ اتلان دي، صلاحيت ??رونكي ځوانان د پاكستان د روښانه سباؤن ضمانت دے٬ د وزیراعظم یو??ھ پروګرام دروازې ځوانانو لپاره پرانستې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په پیرالمپکس ګېمز كښې د پيتلو تمغه ترلاسه كونكي ايتھليټ حېدر علي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د وزیراعظم یو??ھ پروګرام ډلې حېدر علي ته تود هركلے اووې۔ رانا مشهود احمد خاں د حېدر علي د عزم او خوارۍ ستائنه كولو سر?? ووئيل په پیرالمپکس ګېمز كښې حېدر علي د هېواد نامه روښانه كړې ٬ د هېواد نامه روښانه كوؤنكي صلاحيت ??رونكو لوبغاړو ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركوؤ۔ د?? ووئيل د وزیراعظم یو??ھ پروګرام دروازې ځوانانو لپاره پرانستې دي٬ صلاحيت ??رونكي ځوانان د پاكستان د روښانه سباؤن ضمانت دے٬ د هېواد پرمختګ لپاره لوبو ته وده وركول هم زياته مهمه ده ۔ د?? ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په لوبو كښې د ځوانانو شموليت باوري كولو له يو شمېر ګامونه پورته كولې شي٬ د وزیراعظم یو??ھ پروګرام لان??ې ټېلنټ هنټ پروګرام په ګرد هېواد كښې د ځوانانو د ټېلېنټ ډاډګيرنه كوي۔ په دې حېدر علي د رانا مشهود احمد خان مننه كولو سر?? ووئيل زه په دې خوشحاله شوے يم چې ما په نړيواله كچه د هېواد او قام نامه روښانه كړې شوه او په سباؤن كښې به هم دغسې كوم۔