اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خ??ن وئيلي دي دكي كښې د بے ګناه خواري كښو وينه بهياولې شوې ،په كيندونكو د ترهه هكرو بريد يو د افسوس وړ عمل دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعي په ورځ خپل يو ويډيو بيان كښې د بلوچستان دكي سيمه كښې د ترهه ګرۍ پېښي غندنه كولو سره وكړه۔ وفاقي وزير ??وئ??ل بلوچستان مكښې يوه بله لويه پېښه رامخې ته شوې او په داسې سيمه كښې دا كاروائي شوې چرته چې امناك او خواري كښ وګړي مېشته دي۔ده ??وئ??ل په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په كارروائي?? كښې بي ايل اے ا?? نور كالعدم تنظيمونه شامل دي۔ جام كمال ??وئ??ل بلوچستان لويه صوبه ده او لوئ معدنيات لري۔ده ??وئ??ل وګړي دې پخپله پريكړه وكړي چې بلوچستان به څنګه محفوظ شي،هر يو انسان په خپل ژوند كښې بهتري غواړي، مونږ خپلو بچو له څه وركوو، ځيني كسان د اغيارو په خبر?? كښې په راتللو غلطې پريكړې كوي۔ ده ??وئ??ل د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ ته دې خاص پام لرنه وكړې شي او دې لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي، كه څوك د خذمت شوق لري نو سياست دې وكړي، په محنت كولو د وګړو په ژوند كښې دې ښه والے راوستلې شي۔ده ??وئ??ل د بلوچستان د سېلاب ځپليو دې مرسته وكړې شي۔ جام كمال خ??ن ووئيل افسوس په دې دے چې بلوچستان كښې دا ډول پېښې رامخې ته كېږي،مونږ ټولو له به په ګډه د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ له كار كول وي او مونږ له به خپلو نسلونو له يو ښه سباؤن وركول وي