اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثه وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي تحريك انتشار په آئيني تراميم پارليماني غړو له دړكې وركول پېل كړي ٬د پي ټي آئي دړكې غېر سنجيده دي٬وګړو له دړكو وركوونكو عناصرو په ضد به رياست سخته كاروائي كوي٬هغوي پخپلو كښې اتفاق نه لري او خپلو كښې جنګېږي٬كه چا ته د زيان رسولو هڅه وشوه نو د دړكو وركوونكو عناصرو په ضد به رياست سخته كاروائي كوي ٬ چا چې د هېواد سره غداري كړې د هغوي مثالونه تر ټولو په وړاندې دي٬هغوي چې په خپل دور كښې دې هېواد سره ??ه كړي هغه قام ته معلوم دي ٬كه پاكستان وي نو مونږ به يو ٬ كوم هم سياسي ګوند د هېواد څخه مهم نه دے۔د شورو په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ??فاقي وزير ووئيل الحمدالله! د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو كنفرنس په كاميابۍ سره پاې ته ورسېد۔د پاكستان نه يوازې په نړيواله كچه تشخص بحال شوے بلكې راغلو مېلمنو د پاكستان په سيمه كښې ??هم كردار ستائېلے ۔مېلمنو د كنفرنس انتظامات هم ستائېلي او په مېلمستيا كولو يې د پاكستان مننه ك??ې۔??ه ووئيل د اېس سي او كنفرنس كاميابي د پاكستان ګټه ده٬خارجه وزار?? او د اطلاعات وزارت پشمول ټولو ادارو او اولس د اېس سي او غونډې لپاره مهم كردار ترسره كړے ۔ده ووئيل 27 كاله پس په پاكستان كښې د يو لويې ايونټ كول زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده٬ده ووئيل د پاكستان معاشي اشاريې ښې ??ېږي٬دې كنفرنس سره به د پاكستان اولس لپاره په سباؤن كښې ??ور زيري راشي۔د تجار?? او سرمايه كارۍ په اړه د بېلو هېوادونو سره خبرې اترې روانې دي۔ده ووئيل دې كنفرنس سره به د پاكستان معيشت ته هم ګټې ورسي۔ده ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې كامياب اېس سي او كنفرنس وشو۔د پي ټي آئي باني چيئرمېن د آكسفورډ چانسلر الېكشن په اړه وفاقي وزير ووئيل د آكسفورډ چانسلر انتخابات په حقله مهم خبر راغلے٬مهذبه ټولونو كښې د آئين او قانون بر لاسي وي٬سزايافته او په مقدمو كښې ??كړو كسانو ته په دغسې چوكو د الېكشن اجازت نه وي٬نن آكسفورډ هم پريكړه كړې او د چانسلر د كانديدانو په فهرست كښې ??ې د??سې نامه شامل نه كړه كومه چې په ميګا كرپشن كيسز كښې ??كړه وي۔ده ووئيل په امن او سكون سره ??ارې مخ په وړاندې روانې دي٬معيشت ترقي كوي۔خارجه پالېسۍ كښې ??م مخ په وړاندې روان يو٬د تحريك انتشار دړكو كښې سنجيدګي نشته كه هغوي معمولي هم هڅه وكړل نو قانون به حركت كښې راځي او وګړو ته د دړكو وركوونكو عناصرو په ضد به رياست سخته كاروائي كوي۔