اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي ټولو سركاري ادارو كښې په سپيځلې طريقه خريداري او د خذمات ترلاسه كولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬په حكومتي ادارو كښې به د پر??كي??رمنټ عمل كښې سپيځلتيا راوستلو څخه د بهرنو سرمايه كارو په پاكستان باور لا زيات شي٬په سركاري ادارو كښې دې خريدارۍ او د سروسز ترلاسه كولو لپاره خاص پر??كي??رمنټ سيل جوړ كړی شي۔د زيارت پھ ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پبلك پر??كي??رمنټ او ګډ ګورننس په اړه د جاج اسغتو غونډه وشوه۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل په ټولو سركاري ادارو كښې په سپيځلې طريقه خريداري او خذمات ترلاسه كولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ په حكومتي ادارو كښې به د پر??كي??رمنټ عمل كښې سپيځلتيا راوستلو څخه د بهرنو سرمايه كارو په پاكستان باور لا زيات شي۔وزيراعظم په پيرا(پي پي آر اے)كښې د اصلاحات كولو سره د هر ډول مخ ملازې څخه د پاكولو سپارښتنې سره ووئېل په ټولو سركاري پر??كي??رمنټس كښې د تهړډ پارټي ويليډيشن پشمول د كوالټي انشورنس دې ب??وري كړی شي۔وزيراعظم پر??كي??رمنټ عمل كښې د شكايات ازالې لپاره د پر??كي??رمنټ ايجنسۍ څخه د جلا كمېټۍ جوړولو هدايت كولو كښې ووئېل پيرا كښې په ميرټ صلاحيت لرونكې٬پيشه ور او مطلوبه تجربه لرونكې پوهان دې تعينات كړی شي۔وزيراعظم ټولو سركاري ادارو ته د اي پر??كي??رمنټ كراول هدايت سره ووئېل په سركاري ادارو كښې خريداري او د سروسز ترلاسه كولو لپاره خاص پر??كي??رمنټ سيل دې جوړ كړے شي٬سركاري چارو كښې سپيځلتيا د هېواد پرمختګ لپاره ضروري ده۔بريفنګ كښې ووئېل شول د پيرا آرډيننس او اړوند قواعد او ضوابط جائزه ب??پړه شوې او دا بدلون به ډېر زر د وفاقي كابينې منظورۍ لپاره وړاندې كړی شي٬د دې تراميم مقصد پر??كي??رمنټ عمل كښې سپيځلتيا او دا د حاضر وخت تقاضو له مخې سمول دي۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د پېټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د خزانې وزير اورنګزېب خان٬د آئي ټي وزير ممملكت شزه فاطمه خواجه٬پيرا بورډ غړي٬ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر او اړوند ادارو اعلٰی افسران موجود وو۔