پېښور 29 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ولی باغ چارسده كښې د عوامی نېشنل ګوند صدر ایمل ولی خان، میاں افتخار حسین او نورو لارښودو سره ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په سیاسی صورتحال او امن و امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع کرم ایجنسۍ د امن په خراب صورت حال د دواړو ګوندونو قیادت د اړخه په سخت تشویش څرګندونه وشوه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر د عوامی نېشنل ګوند قیادت په 05 دسمبر ګورنر هاؤس پېښور كښې رابللې شوي آل پارټیز ک??فر??س كښې د شمولیت بلنه وركړه۔ ??ه ووئ??ل د صوبې د حقونو ترلاسه كولو او مسئلو حل لپاره سیاسی ګوندونه او قیادت په يو پلیټ فارم راجمع كولو ته اړتيا ده دغسې چې خپله شر??كه مقدمه جوړولو سره وفاق ته وړاندې كړي۔ده ووئ??ل د صوبې حقونو، امن بحالولو او د پرمختګ مشن ترلاسه كولو له رابللې شوي آل پارټیز ک??فر??س لپاره به پخپله د سیاسی قیادت خوا له ځم۔د عوامی نېشنل ګوند قیادت د خېبرپښتونخوا ګورنر جذبه او هڅه ستائلو سره په دې اړه آل پارټیز ک??فر??س كښې د بشپړه ګډون او هرممکن مرستي باور وركړو۔ د پاکستان پیپلز ګوند صوبائی صدر محمد علی شاه باچا، پخوانې صدر نجم الدین خان او پخوانې وفاقی وزیر ساجد حسین طوری هم په دې موقع موجود وو