فیصل آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د میری ټائم افیئرز وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ ووئيل هېواد كښې سیاسی ا??تح??ام لپاره بايد د خبرو اترو لاره خپله كړې شي، جمهوریت كښې د تشدد سیاست ګنجائش نشته او نه د تشدد احتجاج د سیاسی ګوندونو لاره ده،سیاست كښې امناكه احتجاج د هر تن او ګوند حق دے خو د احتجاج په وجه د ژوند معمولات يا د هېواد نظام ونه ځپلې شي۔د اتوار په ورځ فاسټ یونیورسټی چنیوټ او فیصل آباد کیمپس کانووکیشن دستوري به موقع میډیا سره خبرو كښې ده ووئيل د سیاسی ا??تح??ام نه غير پاکستان پرمختګ نه شي كولے٬ بايد ټول دوه ګامونه په شا شي دغسې چې سیاسی ماحول ښه او هېواد كښې معاشی ا??تح??ام راشي۔ده ووئيل دا خبره د افسوس وړ د?? چې كله هم هېواد د پرمختګ پلو روان شي ن?? سیاسی اړې ګړې پيدا كړې شي۔وفاقی وزیر ووئيل چنیوټ د پنجاب په مينځ كښې او مهم کاروباری مرکز دے ٬ د چينيوټ پرمختګ ته به خاص پام لرنه كولې شي۔